۰

راشد خان په ۲۰ اوریزه لوبو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۱۹
د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشد خان د نړۍ په کچه په شل اوریزو سیالیو کې د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو.
راشد خان په ۲۰ اوریزه لوبو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې
د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشد خان د نړۍ په کچه په شل اوریزو سیالیو کې د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو.

خان په ۳۷۱ شل اوریزو سیالیو کې پوره ۵۰۰ وېکټې اخيستي دي او د نړۍ په کچه د ویسټ انډیز تر ډي جي براو وروسته دویم لوبغاړی شو، چې ۵۰۰ ویکټې اخلي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د سویلي افریقا په لیګ کې د پرېټوریا کپيټل لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې چې په دې سره یې د ټولو شل اوریزو سیالیو د وېکټو مجموعه پنځه سوو ته ورسېده.

راشدخان د شلو اورونو سیالیو پیل د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۶ نېټه د زمبابوې پر وړاندې وکړ.

نوموړي په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۲۲ وېکټې اخيستي دي او پاتې ۳۷۸ وېکټ یې د سوداګریزو نړیوالو لوبو مجموعه ده.

خان تر دې دمه په شل اورونو کې ۴ ځل پينځه وېکټې اخستي دي. هغه په ټوله کې په ۶،۳۹ ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې ده.

د یادونې ده چې راشدخان تر دې دمه د افغانستان پر ملي لوبډلې سربېره په ۲۸ بېلابېلو لوبډلو کې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي