۰

ملګري ملتونه: طالبان باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۳
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال یو ځل بیا دافغانستان له طالبانو وغوښتل چې په موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي ځکه ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
ملګري ملتونه: طالبان باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال یو ځل بیا دافغانستان له طالبانو وغوښتل چې  په موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي ځکه ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ریاست الوزرا اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو هم په کې حضور درلود.

ګریفیټس په دې لیدنه کې وویل، افغانستان ته يې د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه ادامه ومومي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ۲۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې ۴،۶ میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالر غوښتي چې د نړۍ په کچه ددوی لوی فعالیت تشکیلوي.

له دې امله ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
 
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی تر دې وړاندې له امیرخان متقي سره هم لیدلي او همدا غوښتنه یې ترې کړې، چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي