۰

آمنه محمد: له افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوو

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۴
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله وایي چې دغه سازمان به له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
آمنه محمد: له افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوو
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله وایي چې دغه سازمان به له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امینې محمد په یوه مرکه کې ویلي، له ځينو هېوادونو سره په ګډه به پر سرپرست حکومت فشار راوړي څو د افغان ښځو حقونه مراعت شي او کابل ته یې د سفر موخه هم د ښځو د زده کړو او کار د حق ترلاسه کول و.

نوموړې کار او زده کړې د ښځو حق ګڼي او وايي ترهغې به له افغان سرپرست حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي، چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه خوندي شوي نه وي.

بلخوا طالبان د امنې محمد د دغو خبرو په ځواب کې وایي، په نړۍوالو سازمانونو کې د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو په تړاو د هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي