۰

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي پلاوي له طالب چارواکو سره لیدلي

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۵
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال مارټین ګرېفېټس له یوه جګپوړي پلاوي سره د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي پلاوي له طالب چارواکو سره لیدلي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال مارټین ګرېفېټس له یوه جګپوړي پلاوي سره د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.
 
 مارټین په ۲۰۲۳زیږدیز کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ مېلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو را جلبولو او په ۲۸ مېلیونه هېوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.
 
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې دي.

په ورته وخت کې امیر خان متقي ویلي، افغانستان د نړۍوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسوولیت لري چې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.
 
مارټین ګرېفېټس د افغانستان له اوسني امنیت څخه خوښي څرګنده ښودلې او ویلي یې دي چې د ښه امنیت له کبله دوی توانېدلي چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوي.

متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه کړې چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي