۰

کرکټ: افغانستان له اماراتو سره لوبې لري، نوی سکواډ ورته اعلان شوی

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۲
د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټو ترسره شي.

په اعلان شوې لوبډله کې راشد خان، رحمن الله ګربز، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمدملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

کرکټ بورډ زیاتوي چې اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله به لومړی په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او تر کمپ وروسته به ۱۵-۱۷ لوبغاړي سیالیو ته غوره شي.

د دواړو کرکټ ادارو له هوکړې سره سم به درې واړه سیالۍ په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

کرکټ بورډ ادارې دغه راز ویلي، دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دتړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ مليلوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټبورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

د یادونې وړ ده چې دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي