د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتې دي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک تېره اونۍ هم ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.
دغه بانک د دې لپاره بازار ته ډالر د لیلام لپاره عرضه کوي چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.
د کابل په شهزاده سرای کې پرون د بازارونو د تړلو تر وخت پورې یو امریکایي ډالر په نهه اتیا افغانیو او شپېتو پولو تبادله شو.
جمهورخبري آژانس