۰

د یخنۍ له امله په هېواد کې د مړو شمېر ۱۶۶ تنو ته رسېدلی دی

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۶
د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د اضطراري وضعیت د عملیاتي مرکز رییس ملا جانان سایق وايي، د ورښتونو ترڅنګ د ګاز د لیک کېدو یا اورلګېدو له امله تلفات رامنځته شوي دي.
د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې په وزارت کې د اضطراري وضعیت د عملیاتي مرکز رییس ملا جانان سایق وايي، د ورښتونو ترڅنګ د ګاز د لیک کېدو یا اورلګېدو له امله تلفات رامنځته شوي دي.

د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم نن او سبا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو د ورېدو امکانات شته.

د نورو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل په داسې وخت کې شوی دی چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا له امله په افغانستان کې لږترلږه ۱۶۶ کسان مړه شوي دي.

هغه زیاتته کړې په څلورویشت ولایتونو کې د واورې، باران او ګاز له امله تقریباً یوسل او شپږ شپېته تنه شهیدان شوي او دوه ویشت تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه ویلي، تر سلو ډېر کورونه په کلي یا جزیي ډول تخریب شوې دي. او څلور زره زیانمنو کورنیو ته د حوادثو وزارت او موسساتو له خوا کومک رسول شوی دی.

فرانس پرېس اژانس د سړې هوا له امله د تلف شویو څارویو شمېره نږدې اتیا زره یادوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي