۰

مجاهد: مخکنی حکومت د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو مخالف وو

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۷
طالبان وايي، د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، مخکینی حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.
مجاهد: مخکنی حکومت د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو مخالف وو
طالبان وايي، د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته، مخکینی حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.

دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر مایک پومپیو د کتاب له خپرېدو وروسته شوې دي.

مجاهد ویلي، د خبرو اترو له لارې د پرمختګ له بهیره مایوسه شو، اړ شو چې له پوځي لارې مخته ولاړ شي.

مایک پامپيو په خپل کتاب کې ویلي دي چې محمد اشرف غني، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې خبرو اترو پر مهال سولې ته د رسېدو په وړاندې خنډ و.

مجاهد هم ویلي، د کابل پخواني مشران د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو مخالف و او دغه مسئله د دې لامل شوه، څو طالبان له دغو خبرو ناهیلی شي او پوځي لارې ته مخه کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي