۰

سعودي کې درې تنه افغانان مړه شوي دي

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۸
په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې افغانان مړه شوي دي.
سعودي کې درې تنه افغانان مړه شوي دي
په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې افغانان مړه شوي دي.

په سعودي کې مېشت افغان محصل محمود  صافي ویلي چې دا افغانان له قطر څخه د عمرې  ادا کولو په موخه ورغلي وو.

هغه زیاته کړه، قطر ته د بېرته تګ پر مهال په لاره کې یې موټر ترافیکي پېښه کې کړې او درې واړه مړه شوي دي.

صافي وویل چې د دوی جسدونه قطر ته لېږدول شوي او همالته یې د جنازې لمونځونه ادا شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې جسدونه یې هېواد ته لېږدول شوي او که په قطر کې خاورو ته سپارل شوي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي