مالیې وزارت، د دولتي املاکو په عوایدو کې د تېر په پرتله د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، د مالیې وزارت اړوند د دولتي املاکو ریاست د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې، ۲۵۴ میلیونه افغانۍ د دولتي جایدادونو له کرایې او اجارې څخه راټول کړي او د هېواد بیت المال ته یې سپارلې دي.
مالیې وزارت د یاد ریاست د عوایدو د زیاتوالي دلیل، په عایداتي برخو کې د ژمنو او مسلکي کادرونو ګومارنه، شفافیت، له فساد سره کلکه مبارزه او اصلاحات بللي دي.
جمهورخبري آژانس