۰

د سوداګرۍ وزارت: خصوصي سکتور دې له بېوزلو سره مرسته وکړي

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۳۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او خصوصي سکټور دې په دې برخه کې مرستې وکړي.
د سوداګرۍ وزارت: خصوصي سکتور دې له بېوزلو سره مرسته وکړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او خصوصي سکټور دې په دې برخه کې مرستې وکړي.
 
د یاد وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، دا چې د سړې هوا له امله ځینو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او هره ورځ په دې شمېر کې زیاتوالی راځي، نو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د یخ څپه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او په اغېزمنو ولایتونو کې زرګونه هېوادوال د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

سرچينې ليکلي د اسلام له مبین دین څخه په انګېزه اخيستنې باید په دغه اندېښمن وضیعت کې د خصوصي سکټور سوداګر د تېر په څېر اغېزمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې هڅې وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د امارت مشرتابه د دغه وضیعت د ښه والي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د خصوصي سکټور د مرستو جلب لپاره عمومي غوښتنه وشي ترڅو اغېزمنو ته په وخت مرسته ورسېږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې مرستندویان کولی شي خپلې مرستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټاکلې کمېټې ته وسپاري.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي