۰

له دوه لسیزو وروسته د سپین غر شرکت بیا فعالیت پیل کړ

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۵۲
طالبانو ویلي، چې له دوه لسیزو درېدو وروسته یې د سپین غر په نوم شرکت بېرته فعال کړی، چې ورسره به د هېواد اقتصادي وده نوره هم ښه شي.
له دوه لسیزو وروسته د سپین غر شرکت بیا فعالیت پیل کړ
طالبانو ویلي، چې له دوه لسیزو درېدو وروسته یې د سپین غر په نوم شرکت بېرته فعال کړی، چې ورسره به د هېواد اقتصادي وده نوره هم ښه شي.

د طالبانو د تنظیم او معاشونو کمېسیون د دغه شرکت د ظرفیت لوړولو، بودیجې، مالي پلان، لاس ته راوڼو او کار باندې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ نن یکشنبې د سلواغې ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه شرکت عمومي رییس او واک لرونکو استازو خپل راپور چارواکو ته وړاندې کړل.

سپین غر شرکت کندوز ولاتی کې دی چې په بېلا بېلو ولایتونو کې یې فعالیت درلود خو په تېرو ۲۰ کلونو کې یې کار په ټپه درېدلی وو.

خو د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته یې د بیا فعالولو هڅې پیل شوې، چې اوس د دوی په وینا بېرته فعال شوی او کار یې پیل کړی دي.

دغه شرکت په ۱۳۱۴ کې د شمالي شرکت په نوم جوړ شو، چې وروسته په ۱۳۳۹ کې د کندو سپین زر شرکت په نوم ونومول شو.

یاد شرکت، کاغذي دسمالونه، د آشپزخونې رول، یخ، غوړي، د کالیو منځلو سابون او کنجاړه تولیدوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي