۰

د طالبانو تازه پرېکړه: خصوصي پوهنتونونه د ښځینه محصلینو د جذب اجازه نه لري

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۵۳
طالبانو په یوه تازه پرېکړه کې ټولو خصوصي پوهنتونو ته امر کړي، چې وروسته له دې ښځینه محصلینې جذب نه کړي.
د طالبانو تازه پرېکړه: خصوصي پوهنتونونه د ښځینه محصلینو د جذب اجازه نه لري
طالبانو په یوه تازه پرېکړه کې ټولو خصوصي پوهنتونو ته امر کړي، چې وروسته له دې ښځینه محصلینې جذب نه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې لوړو زده کړو وزارت دغه خبرتیا پرون شنبې په یوه مکتوب کې ټولو خصوصي پوهنتونو ته ورکړې ده.

په مکتوب کې راغلي« خصوصي پوهنتونونه او تعلیمي موسسات حق نه لري، چې ښځینه محصلینې جذب کړي.»

په دغه مکتوب کې دا هم ویل شوي، چې ټول خصوصي پوهنتونونه او تعلیمي موسسې مکلفې دي، چې د کانکور له ازموینې پنځه ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت او د کانکور کمېټې په جریان کې کړي، تر څو د ازموینې د نظارت لپاره ګډ پلاوی وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه میاشتې وړاندې په ټولو هېواد کې تر امر ثاني پورې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې هم وتړلې.

دغه ډلې واک ته له رسېدو سره سم له شپږم پورته د نجونو ښوونځي هم وتړل او په دې وروستیو کې یې په ټولو دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي