د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده.
نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ډاګه کوي چې د طالبانو د هغو مشرانو هڅې چې د ښځو د زدهکړو د بندیز مخالفت په اړه یې کړې وې، رد شوي او د مولوي عبدالحمید په څېر د نړۍ عالمانو دا ممنوعیت غیر اسلامي بللی دی.
خلیلزاد زياته کړې، دا پرېکړه د طالبانو د مهمو کسانو په مشوره نه ده شوې او د افغانانو يوه لويه برخه لا هم د دې پرېکړې مخالفه ده.
نوموړی وايي، دا پرېکړه به د افغانانو کړاوونه لا ډېر کړي او افغانستان به په نړیواله کچه نور هم منزوي شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت پرون په یوه مکتوب کې ټولو خصوصي پوهنتونو او تعلیمي موسسو ته امر کړي، چې نور د کانکور په ازموینه کې ښځینه محصلانې جذب نه کړي.
دغه ډلې وړاندې هم له نجونې له زده کړو او ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې، چې د نړیوالو سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.
جمهورخبري آژانس