د ایران په پوځي تاسیساتو د بې پیلوټه هوايي بریدونه شوي

9 دلو 1401 ساعت 11:03

د ایران په بېلا بېلو سیمو کې د دفاع وزارت پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا هوايي بريدونه شوي دي.


د ایران په بېلا بېلو سیمو کې د دفاع وزارت پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا هوايي بريدونه شوي دي.

د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه په شاوخوا ۱۲ بجو شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په اصفهان کې د دفاع وزارت اړونده پر يوې ودانۍ هوايي برید شوی خو ځاني زيان يې نه درلود. ایران وايي، له دې برید څو ساعته مخکې د اصفهان د مهماتو د تولید په يوه کارخونه کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.

دا چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د وسلو جوړولو یوه کارخونه کې شوې چې ویل کېږي چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

ددفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي په دې چاودنه کې څوک نه دي وژل شوي خو دوه نورې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ويشتل شوې دي.

د ایران دفاع وزارت د دغه برید د پړې ګوته کوم هېواد یا ډلې ته نه ده نيولې.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com