۰

د طالبانو مشر: د پاکستان قوانین اسلامي نه دي، د انګرېز قانون په کې چلېږي

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان کې حاکم قانون غیرشرعي او غیر اسلامی دی.
د طالبانو مشر: د پاکستان قوانین اسلامي نه دي، د انګرېز قانون په کې چلېږي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان کې حاکم قانون غیرشرعي او غیر اسلامی دی.

طالبانو پرون د خپل مشر یو غږیز پیغام خپور کړي، چې په کې ملا هبت الله په پاکستان کې په حاکم قانون نیوکه کړې او هغه یې اسلامي نه بلکې د انګرېز قانون بللی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان قانون کفري دي او لوېدیځ او امریکا غواړي، افغانستان کې هم یو سکولار نظام رامنځ ته کړي، تر څو وکولی شي، اسلام او حکومت سره جلا کړي.

دی وايي، که چېرې ته افغانستان کې سکولار حکومت رامنځ ته شي نو اسلام به یوازې په دیني مدرسو کې پاتې او له مدرسو به د باندې اسلام وجود ونه لري.
 
هغه د خپلو خبرو پای کې یو ځل بیا د پاکستان د یوه دیني عالم مفتي تقي عثماني له کتاب څخه په نقل ویلي، چې په پاکستان کې د انګلیس قانون حاکم دی.
 
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي