د المان سفارت خصوصي پوهنتونو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه وغندله

11 دلو 1401 ساعت 10:18

د افغانستان لپاره د المان سفارت د طالبانو د لوړو زده کړو وروستۍ پرېکړه، چې پر بنسټ یې د خصوصي پوهنتونو غوښتل شوي، چې ښځینه محصلانې په کانکور کې جذب نه کړي، خواشینکونکې بللې ده.


د افغانستان لپاره د المان سفارت د طالبانو د لوړو زده کړو وروستۍ پرېکړه، چې پر بنسټ یې د خصوصي پوهنتونو غوښتل شوي، چې ښځینه محصلانې په کانکور کې جذب نه کړي، خواشینکونکې بللې ده.

دغه سفارت ویلي، د طالبانو دا پرېکړه به د افغانستان د خلکو د رنځ د زیاتوالي سبب شي او د دغه پرېکړې پایلې به ډېرې خطرناکې شي.

د المان سفارت د طالبانو پر دې پرېکړه خواشنۍ ښودلې او دا پرېکړه یې غندلې ده.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت دوه ورځې وړاندې په یوه مکتوب کې ټولو خصوصي پوهنتونو او تعلیمي موسساتو ته خبر ورکړ، چې نور په کانکور کې ښځینه محصلانې جذب نه کړي.

دغه ډلې له دې وړاندې له شپږم پورته نجونې له زده کړو منع کړې، وروسته یې پوهنتونونه د ښځو پر مخ وتړل او بیا یې په دولتي او غیرې دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو دغه پرېکړې په کور د ننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې، خو دا ډله لا هم په خپل دریځ ولاړه ده.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com