۰

۱۸ نیوز: لوړ پوړي طالب چارواکي د خپل امیر د لرې کولو په هڅه کې دي

سی شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
۱۸ نیوز خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، لوړ پوړي طالب چارواکي هڅه کوي، چې خپل اوسنۍ مشر ملا هبت الله اخندزاده له چوکۍ راکوز او پر ځای یې بل کس وټاکي.
۱۸ نیوز: لوړ پوړي طالب چارواکي د خپل امیر د لرې کولو په هڅه کې دي
۱۸ نیوز خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، لوړ پوړي طالب چارواکي هڅه کوي، چې خپل اوسنۍ مشر ملا هبت الله اخندزاده له چوکۍ راکوز او پر ځای یې بل کس وټاکي.
 
د سرچینې په وینا لوړ پوړو طالب چارواکو دا تصمیم وروسته له هغې نیولي، چې ملا هبت الله په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

۱۸ نیوز په دې راپور کې ادعا کړې، چې کېدای شي، د ملا هبت الله پر ځای د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو د نوي امیر په توګه وټاکل شي.
 
په راپور کې ویل شوي لوړ پوړي طالب چارواکي اوس د دغه پرېکړې د ارزونې په حال کې دي، ځکه د ملا هبت الله وروستۍ پرېکړې د طالبانو د یو پاتې کېدو لپاره ګواښونه رامنځ ته کړي او نړیوال یې ناامیده کړي دي.

۱۸ نیوز په دې راپور کې زیاته کړې، چې لوړ پوړي طالب چارواکي تر اوسه د دغه پرېکړې په سر کې دي او په قوي احتمال چې ملا برادر به د ملا هبت الله پر ځای د طالبانو امیر المومنین شي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې له دې یې په خپل منځ کې د اخلافاتو خبرې په کلک رد کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي