ډنمارک: زیانمونو افغانانو ته د کډوالۍ زمینه برابروي

11 دلو 1401 ساعت 10:31

ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.


ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.

د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون ویلي، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې کړې چې ا.ا په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه کړه.
 
په راپورونو کې راغلي، د اروپایي ټولنې د پناه ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي.
 
د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د ا.ا له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com