۰

وېست پاکستان کې له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي

چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له مېشتو یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره کتلي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له مېشتو یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره کتلي دي.

وېسټ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته یې له ښځینه افغان فعالانو سره او د هغوی غوښتنې او نیوکې یې اورېدلې دي.
 
ده ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، امنیتي وضعیت، نړیوال یووالي او د طالبانو د وروستیو خطرناکو فرمانونو په اړه چې نجونې یې له تعلیم او ښځې یې له کابله بندې کړې خبرې اترې کړې دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې له افغان مېرمنو سره یې هم د افغانستان پر ستونزو او له اړمنو سره د نړیوالو پر مرستو خبرې اترې کړې دي.
 
د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې اوس مهال افغان مېرمنې لکه زندان کې ژوند تېروي او کابو ټولې یې تر روحي او رواني فشار لاندې دي، ځکه له زده کړو او کاره منع کړل شوې دي.
 
وېست زیاته کړې، چې له افغانانو سره د مرستې په خاطر به د امریکا له شریکانو، نړیوالو بنسټونو او خیریه موسسو سره سلا مشورې وکړي.

د یادونې ده، چې وېسټ وړمه ورځ پاکستان ته سفر کړی او له دې وروسته به المان ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره به هم پر افغانستان خبرې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي