د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه کارکوونکو کار خورا مهم دی، په ځانګړي ډول د ژمي په دې موسم کې.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون ناوخته په خپل ټویټر کې په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار قدردانی کړی، چې افغانانو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو کې یې قرباني ورکړې ده.
طالبانو تېره میاشت په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې دې موضوع سخت غبرګونونه راوپارول.
له دې سره ګڼو غیردولتي سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا تر یوه حده، یا هم په بشپړ ډول بند کړل.
جمهورخبري آژانس