د امو سیند غاړو د تحکیم لپاره ۶ میلیارد افغانیو ته اړتیا ده

12 دلو 1401 ساعت 10:40

د طالبانو کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر عطاءالله عمري وايي، د امو سیند غاړو د تحکیم لپاره، شپږ میلیارده افغانیو ته اړتیا ده.


د طالبانو کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر عطاءالله عمري وايي، د امو سیند غاړو د تحکیم لپاره، شپږ میلیارده افغانیو ته اړتیا ده.

د امو سیند تخریباتو د څېړنې لپاره ټاکل شوي پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو موندنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاءالله عمري وویل ټاکل شوي پلاوی د خپل سفر په جریان کې د امو سیند مربوطاتو کې د ۱۴ تخریب شویو ساحو څخه، لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د آمو سیند د ویجاړیو له کبله په زرګونه کورونه ویجاړ او خلک یې بې سرپنا شوي او بېړینو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 157517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com