د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د مخکني جمهوري نظام له یو شمېر پوځي جنرالانو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان احمدزي، تورن جنرال شعورګل، تورن جنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي او ځینې نور جنرالان وو.
ملا یعقوب په خپلو خبرو کې هغوی ته د پوره امنیت ډاډ ورکړي او ویلي یې دي، چې د دوی موخه د امنیت او ثبات رامنځ ته کول دي او اوس وخت د دې دی، چې پخواني زخمونه پټ کړای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې باید تعصب او تبعیض ته د پای ټکی کېښودل شي او پر ځای یې وروري او محبت وکړای شي.
ملا یعقوب مجاهد ویلي، د دغه جنرالانو ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د حل په موخه یې هغوی ته ډاډ ورکړی دي.
جمهورخبري آژانس