ځايي سرچینې وايي، غزني ولایت کې د یوه ټکسي چلونکي مړی له درې ورځو ورکېدو وروسته پیدا شوی دی.
دغه ټکسي چلونکی د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې درې ورځې وړاندې په غزني ښار کې لا درکه شوی او درې ورځې وروسته یې مړی ده یک کې موند شوی دی.
د خلکو په وینا دغه ټکسي چلوونکی د چاقو په واسطه وژل شوی او موټر یې ترې تښتول شوی دی.
جمهورخبري آژانس