د ایران په زاهدان ښار کې د افغانستان د اهل سنتو یو دیني عالم او روحاني کس ورک شوی دی.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، نجیب الله علي زاده د زهدان په مکي دارلعلوم کې په زده کړو بوخت و، چې په شخصي لباس د پوښل شویو امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او تر اوسه یې درک نه دی معلوم.
د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس