د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل.
بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې ویلي«"زه نن دغه اقدام کوم او د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسول یا پهکې دخیل دي، د ویزې دغه نور بندیزونه لګوم.»
بلېنکن زیاته کړه د طالبانو په دغو ظالمانه اقداماتو کې له پوهنتونونو او په غیردولتي مؤسسو کې له کاره د ښځو د راګرځولو لپاره د هغوی پرېکړې هم شاملې دي.
دی وايي، واشنګټن به له خپلو متحدو هېوادونو سره په همغږۍ کارته دوام ورکړي ترڅو د ده په خبره طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.
د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېر۲۰۲۲ کال په اوکتوبر میاشت کې هم په افغانستان کې پر ښځو د فشارونو په خاطر د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر کولو ورته بندیزونه اعلان کړي وو.
جمهورخبري آژانس