د پاسپورټ ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تور له دندو لرې کړل شوي

16 دلو 1401 ساعت 9:03

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاسپورټ ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د جعل او کمېشن‌کارۍ په تورونو له دندو ګوښه او یا هم نیول شوي او بندیان شوي دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاسپورټ ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د جعل او کمېشن‌کارۍ په تورونو له دندو ګوښه او یا هم نیول شوي او بندیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې سرپرست حکومت په پاسپورټ ریاست کې د فساد د جرړو اېستلو ته ژمن دی او اوس دغه ریاست له فساده پاک شوی دی.

هغه زیاتوي چې تراوسه تخنیکي ستونزې نه دي حل شوې چې له همدې امله د پاسپورټ وېش درېدلی دی.

له نږدې پنځو میاشتو راهیسې پاسپورټ ریاست د خلکو پر مخ تړل شوی او لا تر اوسه هم په دغې ادارې کې د تخنیکي ستونزو په تړاو څه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دغه ریاست هغو ناروغانو ته چې، د طبي کمېسیون له لوري تایید شوي وي، پاسپورټ ورکوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com