دیني عالمان: طالبان دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

18 دلو 1401 ساعت 7:48

ننګرهار کې ديني علماوو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې له د طالبانو له امارت نه وغوښتل چې د اسلامي اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ښځينه‌ وو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي.


ننګرهار کې ديني علماوو او قومي مشرانو په يوه غونډه کې له د طالبانو له امارت نه وغوښتل چې د اسلامي اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ښځينه‌ وو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي.
 
دوی زده کړې د ټولنې د ټولو وګړو لپاره اساسي اړتيا او په دې برخه کې د زمينې برابرول د اوسني حکومت مسووليت ګڼي.

ديني علماء او قومي مشران هيله څرګندوي چې طالبان به ژر د زړه کړو لپاره خوندي چاپېريال رامنځته او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې به د ټولو پر مخ پرانيستل شي.

ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکوي، چې د ښځینه‌وو د زده کړو په اړه یې پر یوې داسې جامع طرحې کار پیل کړی، چې له مخې به یې په راتلونکي کې بیاځلې په تحصیلي بهیر کې خنډ را منځته نه شي.

تر دې وړاندې ځينو طالب چارواکو ډاډ ورکړی وو چې د نوي ښوونيز کال تر پيلېدو پورې به د ښځينه‌وو د زده کړې لپاره طرحه بشپړه او ښوونځي او پوهنتونونه به بېرته پرانيستل شي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com