د جوزجان-اندخوی او هرات-روزنک تر منځ د اورګاډي پټلۍ چارې پیلېږي

24 حوت 1401 ساعت 8:49

د طالبانو رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جوزجان-اندخوی او هرات-روزنک تر منځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې دې پیل شي.


د طالبانو رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جوزجان-اندخوی او هرات-روزنک تر منځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې دې پیل شي.

دې غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده سپارل شوې، چې له اقتصادي کمیسیون سره په ګډه د کابینې د ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګومارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې، چې د نیمه کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې ځمکې یې تثبیت او د اداینې چارې یې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.

د ځمکو هغه مالکان چې له جواز څخه يې ډېر پوړونه جوړ کړي په دې پرېکړې کې شامل نه دي.

غونډه کې د هېواد قلمرو ته د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تایید او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې پلې کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com