د تیلو سوداګرو ته خبرداری: د بې کیفیته تیلو له راوړلو ډډه وکړۍ

24 حوت 1401 ساعت 8:51

د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د نفتي توکو سوداګر دې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.


د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د نفتي توکو سوداګر دې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هیواد په بېلابېلو ښارونو کې ککړه هوا د ښاریانو ژوند ګواښي او د دې ککړتیا یو لوی عامل د بې کیفیته نفتي توکو کارونه ده.

اعلامیه زیاتوي چې د سټنډرډ جوړونې د قانون پر بنسټ د ستنډرډ ملي ادارې رهبري د هیوادوالو د روغتیا په نظر کې نیولو سره ژمنه ده څو د چاپېریال د خوندیتوب او د انساني ژوند له ګواښوونکو پدیدو سره مبارزه وکړي.

د سټنډرډ ملي اداره له ټولو سوداګرو غوښتي څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د دې ادارې له پالیسۍ سره سمه سوداګري ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com