اوچا: مرستندویه ادارې دې افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي

29 حوت 1401 ساعت 8:37

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

دغې ادارې په خپل ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره خپل تمویل ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.

خبرگزاری جمهور

 


د مطلب کود: 158743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com