ملګرو ملتونو د نجونو د ښونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه

1 حمل 1402 ساعت 9:39

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې باید ښځو او نارینه وو ته د باکیفیته زده‌‌کړو مساویانه فرصت برابر شي.


د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې باید ښځو او نارینه وو ته د باکیفیته زده‌‌کړو مساویانه فرصت برابر شي.

دوی زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو غیرقانوني بندیز به د یوه نسل او همدارنګه د افغانستان پر راتلونکې منفي اغېزې پرېباسي. د کاروپوهانو په راپور کې همدارنګه ویل شوي، د افغانستان پر نیمايي وګړو د زده‌کړو دروازې تړل د ښځو او نجونو د انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیلېدو سره باید په ټول هېواد کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو فرصت برابر شي.

دوی زیاته کړې داسې ښکاري چې په افغانستان کې نجونې پرله پسې دویم کال له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه منع شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 158766

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158766/

جمهور
  https://www.jomhornews.com