بایډن: افغانان له ژور بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي

1 حمل 1402 ساعت 9:43

د امریکا ولسمشر جو بایډن ټولو هغو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې چې په امریکا او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي.


د امریکا ولسمشر جو بایډن ټولو هغو خلکو ته د نوروز مبارکي ویلې چې په امریکا او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي.

ولسمشر بایډن او د هغه مېرمنه پرون په سپینې ماڼۍ کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ. بایډن وویل چې نوروز د هیلو لپاره یو ښه فرصت دی.

هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره وویل چې سږکال نوروز د ډېرو کورنیو لپاره په سختو شرایطو کې راځي، چې له بل هر وخت څخه زیات هیلو ته اړتیا لري. بایډن وویل، د افغانستان خلک لا هم له ژور بشري ناورین سره لاس او ګریوان دي.

هغه یوې غونډې ته چې زیاتره ګډونوالو یې ایرانیان وو، په خطاب کې وویل چې نوروز یو لرغونی جشن دی چې له ډېر پخوا راهیسې د شیراز له باغونو څخه نیولې؛ بیا تر د کابل او اربیل تر غرونو او باکو پورې نمانځل کېږي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 158769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com