نورستان: ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي

2 حمل 1402 ساعت 9:53

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ د یو داټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.


د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ د یو داټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې یاده پېښه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ثوریل په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایې دغه پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي، چې په خبره یې ټپیان د نورګرام ولسوالۍ او لغمان ولایتي روغتونونو ته رسول شوي او حالت يې د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 158776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com