خلیلزاد د پاکستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

7 حمل 1402 ساعت 12:59

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، داسې نښې شته، چې ښایي د پاکستان پارلمان د دغه هېواد له سترې محکمې وغواړي، چې پر عمران خان او تحریک انصاف بندیز ولګوي، څو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

د خلیلزاد په وینا دا کار به د پاکستان اوسنی کړکېچ لا پسې ژور کړي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې له پاکستان څخه  د پیسو د نړیوال صندوق ملاتړ لا هم ناڅرګند دی.

خلیلزاد د پاکستان له سیاسي مشرانو غوښتي چې د هغو تخریبي وړو سیاستونو پر وړاندې ودرېږي چې ملي ګټې زیانمنوي.

نوموړي د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتي، چې د سیاسي لوبو ښکار نه شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com