بدخشان کې کرنیز تحقیقاتي فارم جوړېږي

10 حمل 1402 ساعت 9:29

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي،د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې پر ۷ هکټاره ځمکه د کرنې د تحقيقاتي فارم د جوړولو چارې پیل شوې.


د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي،د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې پر ۷ هکټاره ځمکه د کرنې د تحقيقاتي فارم د جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري قطب الدین دهنوي وایي، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ناورې کمېټې په همکارۍ پر ٧ هکتاره ځمکه پر نوې تکنالوژۍ سمبال یو تحقيقاتي فارم د جوړولو چارې پیل شوې.

دهنوي زياته کړه، چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو دغه فارم جوړ شي، چې په کې به محافظوي دېوال، کوچني بند او مېوه او بې مېوه لرونکو ونو ته به په کې ځايونه جوړ شي.

نوموړي د یاد فارم جوړول د کرنې د نوې تکنالوژۍ په انتقال او د محیط زيست په ساتنه کې مهم وبلل. هغه وویل، چې اوسمهال د دغه ولایت په مرکز فیض آباد، اشکاشم، شهدا، بهارک،تګاب او کشم ولسوالیو کې ٦ تحقيقاتي فارمونه موجود دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 159021

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159021/

جمهور
  https://www.jomhornews.com