خوست ښاروالۍ تېر کال ۱۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

10 حمل 1402 ساعت 9:31

د خوست ښاروال وایي، تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.


د خوست ښاروال وایي، تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.

دغه څرګندونې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال ولس ته د حساب ورکونې په کلنۍ غونډه کې وکړې. نوموړي وويل، په تېر ۱۴۰۰ مالي کال کې یې ۹۳ ميليون افغانۍ عوايد درلودل، خو په ۱۴۰۱ مالي کال کې يې بیا ۱۸۱ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي وو چې د تېر په پرتله ۷۹ سلنه ډېروالی ښيي.

هغه د عوايدو ډېرېدو عمده لامل د فساد مخنيوی او په اوږدمهاله قراردادونو کې روڼتيا په ګوته کړ.ښاروال دغه راز غونډې ته وويل، هڅه يې دا ده چې په عوايدو کې يې نور زياتوالی راشي څو مناسب ښاري خدمات وړاندې کړي.

هغه زياته کړه، دا مهال په خوست ښار کې د لسګونه ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې شپږ پروژې تر کار لاندې دي او دغه راز روان کال پلان لري چې ۱۲ نورې بېلابېلې پروژې هم پيل کړي.

ورته مهال، د خوست يو شمېر ښاريان هم د ښاروالۍ له خدمتونو خوښي څرګندوي خو زياتوي چې د عوايدو سرچينې دې نورې هم زياتې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 159022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com