د اروپايي ټولنې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي روغتیايي توکي کابل ته ورسېدل

10 حمل 1402 ساعت 10:22

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ۱۰۰ روغتیایي مرسته کړې او دغه مرسته کابل ته رسېدلې ده.


اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې له افغانستان سره یې ۱۰۰ روغتیایي مرسته کړې او دغه مرسته کابل ته رسېدلې ده.

د دغه ټولنې د بشري مرستو د چارو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه مرستو کې روغتیايي توکي او تجهیزات شامل دي.
 
د سرچینې په وینا دا د اروپايي ټولنې له خوا له افغانستان سره د روغتیايي مرستو ۲۸ مه بسته ده، چې د هوا له لارې کابل ته رسول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د اروپايي ټولنې مرستې کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان ځايي دفتر ته سپارل کېږي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 159025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com