د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه په وتلو پښېمانه نه یو

10 حمل 1402 ساعت 10:29

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي دفاع وکړه او ویې ویل، پښېمانه نه دی، چې له افغانستان څخه وتلي دي.


د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي دفاع وکړه او ویې ویل، پښېمانه نه دی، چې له افغانستان څخه وتلي دي.
 
اسټن پرون چهارشنبې د وري ۹ مه د امریکا د استازو جرګې په استماعیه غونډه کې د جمهوري خواهانو د دغه پوښتنې په ځواب کې، چې ایا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو پښېمانه دی که نه و ویل«زه د ولسمشر له دغه پرېکړې ملاتړ کوم.»

که څه هم جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې وکړې او دا یې له شرمه ډکه، خونړۍ او مرګونی شاتګ وباله خو اسټن ټینګار وکړي، چې په داسې شرایطو کې یې ۱۲۴ زره کسان له هوايي ډګر څخه وایستل.

د یادونې ده، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې هم له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پلټنې پیل کړې او د امریکا دغه کار یې یو تاریخي شرم بللی دی.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 159030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com