15 حمل 1402 ساعت 11:15

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او درې ټپیان شوي دي.


د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او درې ټپیان شوي دي.

د ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون ناوخته د خوږیاڼو ولسوالۍ  په مملې سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کې چې یو ډاټسن موټر له سړکه اوښتې او لاندې غورځېدلی چې له امله یې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

ولایت مقام وایي، ټپيان د يادې ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ او ترافيکو منسوبينو له لوري د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 159140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com