فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 حمل 1402 ساعت 11:03

په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مرکز ميمنې پر لويه لاره په دوو ترافيکي پېښو کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.


په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مرکز ميمنې پر لويه لاره په دوو ترافيکي پېښو کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د فارياب د ترافيکو مدير محمد فهيم کوهي وايي، چې يو کرولا موټر چې له مزارشريف څخه د ميمنې ښار پر لور روان و، نن سهار لس بجې د دغه ولايت د قلعه نو په سيمه کې له سړکه واوښت او چپه شو چې له امله یې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه او د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شول.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي ویده کېدل یاد کړي دي.

دغه راز د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، په يوه بله ترافيکي پېښه کې چې تېره ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د بادغيسي په سيمه کې رامنځته شوه، د عزت الله په نوم يو تن ټپي او روغتون ته له رسېدو وروسته يې ساه ورکړه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 159277

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159277/

جمهور
  https://www.jomhornews.com