بلخ کې ترافیکي پېښه: ۱۱ تنه مړه او ۱۲ ټپیان دي

7 ثور 1402 ساعت 10:05

بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته دي.


بلخ ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته دي.

پېښه پرون چهارشنبې د غوايي ۸ مه د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ په شادیان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو هایلکس موټر له سرک نه اوښتی او چپه شوی دی.

ویل کېږي په دغه پېښه کې ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي، چې په مړو شویو کسانو کې ۶ نارینه، درې مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي.

دغه راز شپږ ماشومان، څلور مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه نېږدې روغتون ته وړل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 159804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com