کاپیسا کې د یوه کور چت پرېوتی ۴۵ تنه یې ټپیان کړي

12 ثور 1402 ساعت 9:50

سیمه ییز طالب چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د یوه کور د چت لوېدو له امله ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز طالب چارواکي وايي، کاپیسا ولایت کې د یوه کور د چت لوېدو له امله ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.

پېښه پرون دوشنبې د غوايي ۱۱ مه د دغه ولایت د نجراب ولسوالي ویشار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا په دغه کور کې د واده مراسم و، چې چت یې پرېوتی او ۴۵ تنه یې ټپیان کړي.

دوی وايي، ټپیان د نجراب ۵۰ بستریز روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 159982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/159982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com