باخبره سرچینې وايي، د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ملا فضلي ساتونکي د ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا د والي ساتونکو دوه ورځې وړاندې غوښتل د بامیانو څخه ۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکو ایبک ښار ته ولېږدوي، چې د روی دوآب ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو له خوا ونیول شول.
د سرچینې په وینا د والي ساتونکي له نیول کېدو وروسته د سمنګان امنیه قوماندانۍ ته لېږدول شوي او دغه څه د هلمند او سمنګاني طالبانو تر منځ شخړه رامنځ ته کړې ده.
ځايي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي ملا فضلي د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکی دی او مولوي عبدالرحمان قندوزي له لرې کېدو وروسته د سمنګان والي وټاکل شو.
جمهورخبري آژانس