ځايي سرچینې وايي، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین اوسېدونکي یو ځل بیا د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.
د سرچینو په وینا دغه نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو غوښتل غیر بومي خلکو او خپل خپلوانو ته د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د مغل قشلاق په سیمه کې مالچرونه توزیع کړي، خو ځايي خلکو د طالبانو دغه اقدام ته غبرګون وښوده او پر هغوی یې بلچې او کلنګونه را وایستل.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د بهاوالدین خلکو له دې وړاندې هم یو ځل د طالبانو سره د همدې کار له امله نښته کړې وه.
جمهورخبري آژانس