۰

یوناما: د مرستو د جلبولو لپاره باید طالبان د نړیوالو اندېښنې لرې کړي

دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۵
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما مرستیال سکاټ سمیت وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سره مرستې وشي، طالبان باید د نړیوالو اندېښې لرې کړي.
یوناما: د مرستو د جلبولو لپاره باید طالبان د نړیوالو اندېښنې لرې کړي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما مرستیال سکاټ سمیت وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سره مرستې وشي، طالبان باید د نړیوالو اندېښې لرې کړي.
 
د یوناما مرستیال دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس مولوي ذاکر سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې طالبان باید د یو څه تر لاسه کولو لپاره ځینو پروژو کې نرمي وښيي.
 
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د سمیت له قوله وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سره د ځینو پروژو برخه کې او د ځينو نیمګړو پروژ د تکمیل لپاره مرستې ډېرې شي، اړینه ده دوی (طالبان) هغه اندېښنو ته ځوابونه ووايي، چې نړیوال یې د افغانستان په اړه لري.
 
د بشري حقونو نقض، د نجونو له زده کړو محرومیت، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول او ځینې نور هغه موارد دي، چې نړیوال یې په اړه اندېښنه لري.
 
سمیت ټینګار کړي، چې طالبان باید په دې برخو کې څه نرمي وښيي، د نړیوالو اندېښنو ده مثبت ځواب و وايي، تر څو له دغه هېواد سره مرستې ډېرې شي.
 
ده زیات کړې،  دی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې چې بروکسل کې جوړېدونکې ده، افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او ځینو نورو برخو کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
 
مولوي ذاکر په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام او ډېروالي ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې امارت له نړیوالو سره مثبت تعامل ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي