۰

پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دوی د افغانستان لپاره آصف علي خان درانی د نوی استازي په توګه ټاکلی دی.
پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دوی د افغانستان لپاره آصف علي خان درانی د نوی استازي په توګه ټاکلی دی.

دغه وزارت د غبرګولي دویمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړي وزیر شهباز شریف ښاغلی درانی د دغه موقف لپاره ټاکلی دی.

د یادونې ده، چې درانی د ۱۳۹۵ څخه تر ۹۷ پورې تهران کې د پاکستان سفیر او دغه راز یې افغانستان کې هم د مرستیال سفیر دندې تر سره کړې دي.
 
باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د دراني پر ځای محمد صادق خان په افغانستان کې د پاکستان د ځانګړي استازي دنده مخ ته وړله خو د تېر کال کب میاشت کې یې له دې دندې لاس واخیست.

جمهور خبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي