طالبانو سرپل کې یوه ښځه او نارینه نیولي دي

7 جوزا 1402 ساعت 10:36

سرپل کې طالب نظامي چارواکي وايي، دوی په دغه ولایت کې یو نارینه او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.


سرپل کې طالب نظامي چارواکي وايي، دوی په دغه ولایت کې یو نارینه او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.
 
د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند دین محمد نظري وايي، دغه دوه کسان د غبرګولي ۶ مه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 
د هغه په وینا ۲۷ کلن تورن کس د ګوسفندي ولسوالۍ د الغن د کلي او نجلۍ بیا د سانچارک ولسوالۍ د تکزار د کلي اوسېدونکي دي، چې دوسیه یې محکمې ته وړاندې شوې ده.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160880

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com