د ناروې د پناه غوښتونکو شورا ښځینه کارکوونکو کندهار کې بېرته کار پیل کړ

16 جوزا 1402 ساعت 10:01

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د دوی د ادارې ښځينه کارکوونکو بېرته د افغانستان په کندهار ولایت کې کار پیل کړی دی.


د ناروې د پناه غوښتونکو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د دوی د ادارې ښځينه کارکوونکو بېرته د افغانستان په کندهار ولایت کې کار پیل کړی دی.
 
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه چې دوی به د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره یو شان خدمات وړاندې کوي او دا کار به د ښځینه او نارینه کارکوونکي په ګډه وړاندې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څه موده وړاندې ویلي و، چې د ښځو د کار او تعلیم په اړه په کندهار کې د طالب مشرانو کړنلاره نېږدې بشپړه شوې او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.
 
د یادونې ده، چې طالبانو د نجونو د زده کړو تر څنګ په دې وروستیو کې په بهرنیو موسیساتو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه، چې د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخ شول.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com