ویست د افغانستان پر سر د خبرو لپاره برېتانیا او اماراتو ته ځي

16 جوزا 1402 ساعت 10:04

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ویلي، دی د افغانستان د مسایلو پر سر د خبرو لپاره برېتانیا او متحده عربي اماراتو ته ځي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ویلي، دی د افغانستان د مسایلو پر سر د خبرو لپاره برېتانیا او متحده عربي اماراتو ته ځي.
 
ویست دا خبره پر خپله ټوېټر پاڼه کړې زیاته کړې چې دی به د جون میاشتې له پنځمې تر ۹ مې پورې لندن او ابوظبۍ ته ولاړ شي.
 
د هغه په وینا د سفر په ترڅ کې به د برېتانوي او اماراتي چارواکو سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو او مسایلو خبرې اترې ولري، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com